
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، پرون ماښام د جلالآباد ښار په بېلابېلو برخو کې د سخت طوفان او باران له امله تر اوسه ۲۵ ټپیان روغتون ته ور لیږدول شوي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس امینالله شریف د دې روغتون له عاجلې څانګې څخه لیدنه کړې او ډاکټرانو ته یې امر کړی چې د دې طبیعي پېښې له امله زیانمنو شوو کسانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
دې طوفان د جلالآباد اوسېدونکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.