افغانستانخبرونه

د ظاهر قدير د کورنۍ غړو د نوموړي د خلاصون په پار د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر سره لیدلي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالظاهر قدير د کورنۍ يو شمېر غړو د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او د نوموړي د خلاصون په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د ظاهر قدیر د کورنۍ يو غړي جلال قدیر پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: «د حاجي عبدالظاهر قدیر د قضیې په تړاو د بهرنیو چارو وزیر صاحب سره مهمه او اغېزناکه ناسته ترسره شوه.»

‎هغه زیاته کړې، په دې ناسته کې د نوموړي د بندي کېدو اړوند موضوع له ټولو اړخونو سره وڅېړل شوه او د نوموړي د شخصیت، خدمتونو او ملي دریځونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.

هغه دا هم یادونه کړې، ‎د بهرنیو چارو وزارت مقام، له پوره غور او پام سره، د موضوع اورېدنه وکړه او څرګنده یې کړه چې (اسلامي امارت) د هر افغان عزت ته ژمن دی او د هېواد د باوقاره شخصیتونو درناوی خپل مسوولیت ګڼي.

‎هغه هیله څرګنده کړې: «محترم وزیر ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د حاجي عبدالظاهر قدیر قضیه په جدي توګه تعقیب کړي او د اسلامي اصولو، ملي ارزښتونو او د عدالت د تامین په رڼا کې به پرې لازم اقدامات تر سره شي.»

‎د ولسي جرګې پخوانی مرستيال عبدالظاهر قدیر دوه اوونۍ وړاندې په کینیا هېواد کې بندي شوی چې تېره اوونۍ يې محاکمه وشوه خو د هغه د کوم جرم اسناد محاکمې ته نه وو وړاندې شوي.

د کینیا چارواکي وايي، امریکا ترې غوښتنه کړې چې ظاهر قدیر د وسلو او نشه یي توکو لوی قاچاقبر و او د همدغو جرمونو په تړاو د سزا ورکولو لپاره باید امریکا ته وسپارل شي خو د کینیا چارواکو ترې دلایل غوښتي دي.