
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د کراچۍ په سرجاني سیمه کې د ډمپر او مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي.
د را پورونو له مخې؛ دغه پېښه د کراچۍ ښار ناردرن بائی پاس پر لاره شوې، چې په مسافر وړونکې موټر کې ناست د یوې کورنۍ درې غړي سلیمان او د هغه زوی اسامه او فراز ووژل شول.
پولیس وایي، له دغه پېښې وروسته د ډمپر موټر چلونکی تښتیدلی، خو د دوی له لورې د نیولو هڅې جریان لري.