خبرونهنړۍ

په جنیوا کې د خبرو اترو د پرمختګ وروسته د امریکا او چین ترمنځ سوداګریز تړون شوی

کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

امریکایي رسنۍ وایي، د سویس په جنیوا ښار کې د روانو سوداګریزو خبرو اترو په ترڅ کې مهم پرمختګ شوی او د چین او امریکا هېوادونو ترمنځ سوداګریز تړون لاسلیک شوی دی.

د چارواکو په وینا، په خبرو اترو کې د امریکا مرستیال ولسمشر، دوه وزیران او سفیر ګډون درلود، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر د خبرو اترو پایلو څخه خبر شوی دی.

په دې اړه د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ وویل، د چین سره په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د سوداګریز تړون تفصیلات به سبا سهار خپاره شي.

د امریکا سوداګریز استازی جیمیسن ګریز وویل، د چین سره د خبرو اترو په پایله کې مثبت پرمختګ شوی، دا تړون به د سوداګریز کسر په کمولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، د ۱.۲ ټریلیون ډالرو د سوداګریز کسر د کمولو لپاره دا تړون مهم دی.