افغانستانخبرونه

بدخشان کې د کان ښویدنې له امله درې تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ اړوند د بېروجو یو کان د ښویېدو له امله درې کان‌ کیندونکي مړه شوي دي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې امر محمدکامګار ویلي،  دا پېښه پرون ماښام د سفید آورینګ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، دا درې کارګران د بېروج قیمتي ډبرو په استخراج بوخت وو، چې کان پرې ښویدلی.

هغه زیاته کړه، مړه شوي کسان له خاورو ویستل شوي دي.

درې ورځې وړاندې تاجکستان کې هم ۹ تنه افغان کان کیندونکې د کان د ښویدنې پېښې له امله مړه شوي و.