افغانستانخبرونه

طالبانو پنجشیر کې ۲۰۸۰ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې وپلورل

کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبان وایي، په ۳۸مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۰۸۰ قیراطه زمرد د ۹۷ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې داوطلبۍ کې د پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، کندهار، بغلان او اروزګان ولایتونو ۱۰۲ سوداګرو ګډون کړی وو

سرچېنې د معلوماتو له مخې، چې یاده اندازه زمرد د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي وو.

تر اوسه ۳۸ ځلې د ازادې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۲۱ ته رسېږي چې له ډلې یې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۱۵ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.