
کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
بادغیس کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د قادس ولسوالۍ په قرچغي سیمه کې شوې ده.
سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې دوه چې پر لوبو بوخت وو، وژل شوي دي.
د یادونې ده، په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.