افغانستانخبرونه

پاکستان له خپلو زندانونو ۱۱۹ نور افغان بندیان خوشې کړل

کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پاکستان له خپلو زندانونو ‎ ۱۱۹ افغان کډوال خوشې کړل او هیواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه هم ۱۲۲ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.