
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په تیرو څلرویشت ساعتونو کې اسرائیلو په غزه ځمکني او هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۱۴۰ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي.
د فلسطین روغتیا وزارت وایي، د اسرائیلو لخوا په اروپايي روغتون د بنکر بسټر بمونو د بریدونو صحنې امنیتي کمرو ثبت کړي دي.
بلخوا، رفح ښار کې د القسام ځواکونو د ځوابي بریدونو په ترڅ کې د څو اسرائیلي سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر غزې د مرستو د بندښت په اړه غونډه کړې.
په دې غونډه کې روسیه، چین او بریتانیا د امریکا او اسرائیلو ګډ مرستندویه پلان رد کړی.