
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۵۰ افغان وګړي خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا کسان د سپینبولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
وروسته له هغې چې له پاکستان څخ د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې، پاکستان د افغان بندیانو د خوشي کولو لړۍ هم پیل کړې.
په تېرو درې میاشتو کې له زر تنو څخه زیات افغان چې د پاکستان په بېلا بېلو بندخونو کې بندیان و، ازاد شوی.