
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د څلور ورځني سفر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته ورسید.
هغه لومړنی سفر سعودي عربستان او دویم سفر یې قطر ته ترسره کړ، چې له قطر هېواد اوس متحده عربي اماراتو ته ورسید.
ښاغلي ټرمپ د «العدید» نظامي اډې کې د امریکايي سرتېرو په منځ کې د وینا وروسته، دوحه پرېښوده او د ابوظبي په لور وخوځېد.
هغه په قطر کې د یوې ورځني سفر په ترڅ کې د دې هیواد له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره څو دفاعي او تجارتي تړونونه لاسلیک کړل.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې دا تړونونه به د دواړو هیوادونو اقتصادي تبادلې ۱.۲ ټریلیون ډالرو ته ورسوي.
ټرمپ د سعودي چارواکو سره په امریکا کې د پانګونې ۶ سوه میلیارده ډالرو تړون هم لاسلیک کړی وو.