خبرونهلوبې

د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ چیمپین شپ ګټونکي لوبډلې ته ۳.۶ میلیونه ډالر انعام ورکوي

کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د ټیسټ چمپین شپ پایلوبې ګټونکي لوبډلې ته یې ۳.۶ میلیونه ډالر او دویم مقام ګټونکي ته یې ۲.۱۶ میلیونه ډالر انعام ټاکلی.

دغه شورا ویلي، چې د ټیسټ چیمپین شپ پای لوبه به د جون په ۱۱مه په لارډز لوبغالي کې د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ ترسره شي.

تر دې وړاندې د لومړي مقام ګټونکي ته ۱.۶ او د دویم مقام ګټونکی لوبډلې ته ۸ سوه زره ډالر ورکول کېدل.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې؛ دریم مقام لرونکې لوبډلې هند ته به یو میلیون څلور سوه او څلوېشت زره ډالره، څلورم مقام لرونکې لوبډلې نیوزیلنډ ته به یو میلیون او دوه سوه زره ډالر ورکړل شي.

دغه به پنځم نمبر لرونکې لوبډلې انګلنډ ته ۹ سوه ۶۰ زره ډالره، شپږم نمبر لرونکې لوبډلې سریلانکا ته ۸ سوه ۴۰ زره ډالره، اووم نمبر لرونکې لوبډلې بنګله‌دیش ته ۷ سوه ۲۰ زره او اتم نمبر لرونکې لوبډلې ویسټ انډیز ته ۶ سوه زره ډالر ورکړل شي.

د پاکستان لوبډله د آی سي سي ټیسټ چیمپین شپ د پواینټونو جدول کې پر نهم نمبر پاتې شوې، چې یواځې به ۴ سوه ۸۰ زره ډالره ورکړل شي.