افغانستانخبرونه

امریکا کې زرګونه افغان کډوالو ته د ایستلو خبرداری

کابل ټیلیګراف – ۲۷  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد د کلیفورنیا ایالت په بې اریا (Bay Area) کې زرګونه هغو افغانانو ته چې مشروطې ویزې (پرول) لري، خبرداری ورکړی چې باید په اوو ورځو کې له دغه هېواده و وځي.

د امریکایي رسنیو د راپور لمخې، افغانانو ته په استول شوي لیک کې ویل شوي: «اوس وخت را رسېدلی چې باید له امریکا وتلو ته چمتو شئ. هڅه مه کوئ چې امریکا کې پاتې شئ. حکومت به مو پيدا کړي. هیله ده ژر له دې هېواده و وځئ.»

که څه هم تر دې مهاله د دغو کسانو د ایستلو راپورونه نه دي خپاره شوي خو دوی ته په استول شویو لیکونو کې دغه راز راغلي چې امریکا کې د کار قانوني حق نه لري.

زرګونه افغانان چې د امریکا مشروطې ویزې (پرول) لري د کلیفورنیا په بې اریا کې اوسیږي.