افغانستانخبرونه

فاریاب کې یو ځوان خپل نیکه وژلی

کابل ټیلیګراف – ۲۷  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د فاریاب ولایت په خواه سبز پوش ولسوالۍ بازار کې یو ۱۹ کلن ځوان د تفنګچې په دزو سره خپل نیکه ویشتی او وژلی یې دی.

په یاد ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ پېښه تائید کړې او ویلي، چې منهاج په نوم یاد قاتل یې د تېښتې پر مهال نیولی دی.

دوی زیاته کړې، وژل شوی کس امان الله شپیته کلن و او پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

افغانستان کې بې روزګاري، اقتصادي وضعیت خرابوالی او نور حالات د دې لامل شوي، چې کورني تاوتریخوالي زیات او له امله یې ورته پېښې رامنځته کیږي.