
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پنجشیر محلي سرچینې وايي، طالبانو د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» له خوا د درې ولسوالۍ په یوه قرارګاه باندې تر حملې وروسته، د سیمې ۲۰ اوسېدونکي نیولي دي.
دغه جبهې ویلي، دا حمله د جمعې په شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې د پنجشیر د درې ولسوالۍ کې د «کندک سوم لوای خاص» طالبانو قرارګاه باندې ترسره شوې ده.
دې جبهې ادعا کړې چې په دې حمله کې د طالبانو ۱۳ غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
محلي سرچینې وايي، دا قرارګاه د پنجشیر د «تنخو» کلي کې د اکرم په نوم یوه کس په کور کې وه.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دې حملې وروسته سیمه محاصره کړه او د سیمې ۲۰ اوسېدونکي یې نیولي دي.
په پنجشیر کې د طالبانو محلي مسوولینو تر اوسه د دې حملې په اړه څه نه دي ویلي.