افغانستانخبرونه

په لوګر او بلخ کې ترافیکي پېښو د څلورو کسانو ژوند واخیست

کابل ټیلیګراف – ۲۷  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مسوولینو او محلي سرچینو راپور ورکړی چې په لوګر او بلخ کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس نن (شنبه، ۲۷ ثور) وویل، د یوه مسافر وړونکي موټر د اوښتو له امله په دې ولایت کې دوه ښځې او یو ماشوم مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دا سراچه ډوله موټر د «تیره» کوتل کې له سړک څخه وتلی او اوښتی دی.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، د دې پېښې ټپیان کابل ته لېږدول شوي دي.
احمدالله انس دا هم وویل چې په لوګر د محمد آغې ولسوالۍ په «زاهد آباد» کلي کې د یوې بلې پېښې په ترڅ کې، چې د یوه موټرسایکل او بایسکل د ټکر له امله رامنځته شوې، څلور کسان ټپیان شوي دي.
بلخوا په بلخ کې محلي سرچینو راپور ورکړی چې د بلخ – سمنگان پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ځوان مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
سرچینو ویلي، دا پېښه پرون (جمعه، ۲۶ ثور) د بلخ د خلم ولسوالۍ په «زیارت خواجه غایب» کلي کې رامنځته شوې ده.