افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۲۴۶ نور افغان کډوال خوشې شول

کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۲۴۶ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او تېره ورځ (شنبه، د غویي ۲۷مه) هېواد ته راستانه شول.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه افغانان د اوسېدو قانوني اسنادو له درلودلو سره سره نیول شوي وو، چې له یوې څخه ۱۰ ورځو یې بند کې تېرې کړې وې.

د یادونې ده چې تېره ورځ لسګونه افغان کډوال خوشې شوي وو.