
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په امریکا کې د مکسیکو سمندري ځواکونو کښتۍ د بروکلین پل سره جنګېدلې، چې له امله یې دوه تنه مړه شوي.
دا پېښه د نیویارک په ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د مکسیکو سمندري ځواکونو کښتۍ د پل لاندې تېرېدو پر مهال له پل سره وجنګیده.
د نیویارک ښاروال ایرک اډمز ویلي، د مکسیکو سمندري ځواکونو کښتۍ برج ۴۵ متره لوړ و او د رڼاګانو سره سینګار شوې وه، چې د شنبې په شپه له پل سره وجنګېد.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې پکې د برج ټوټې کېدل لیدل کېږي.
د مکسیکو سمندري ځواکونو ویلي، په کښتۍ کې دوه کسان مړه او ۲۲ کسان ټپیان شوي، چې ۱۹ یې روغتونونو ته لېږدول شوي، او د درې تنو حالات هم نازک دي.