خبرونهنړۍ

چین د جیوتیان په نوم نوې ډرون وړونکې الوتکه جوړه کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د چین د جیوتیان SS-UAV، په نوم نوې ډرون وړونکې الوتکه جوړه کړې، چې د جون په میاشت کې به یې ازماېښت ترسره شي.

د یاد هېواد رسنۍ وایي، دا د جیټ انجن په واسطه چلیدونکې او اوږد واټن الوتونکې  بې پیلوټه الوتکه ده چې د ۱۵۰۰۰ مترو په لوړوالي الوتنه او ۷۰۰۰ کیلومتره واټن طې کولو وړتیا لري.

دا الوتکه ۶ ټنه پورې وسلې، تر سلو کوچني ډرونونه یا زر کیلو ګرامه میزایلو پورې وزن وړي.

د چین حکومت د دغه الوتکې د ویډیو خپرولو سره ویلي، چې د چین پوځ له پیل څخه سوله ییز دی او په دې اړه اندېښنه مه کوئ.