
کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې کرولا ډوله موتر د ګړندي تګ له امله نهر ته غورځیدلی، چې له امله یې درې تنه مړه شوي.
د ژغورونکی ډله وایي، دغه پېښه د لاهور د جوهر ټاون سره نوږدې د کینال روډ سره څېرمه رامنخته شوې ده او د مړه شویو کسانو جسدونه له نهر څخه راویستل شوي دي.
د پولیسو په وینا، تر اوسه د وژل شوو درې واړو کسانو پېژندګلو نه ده شوې.