خبرونهنړۍ

په راتلونکې ۴۸ ساعتونو کې غزه کې د ۱۴ زره ماشومانو د مړینې خطر شته

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې غزې ته مرستې ونه رسېږي، د ۱۴ زره ماشومانو د مړینې خطر شته.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سکرتر جنرل ټام فلیچر دا خبرداری هغه مهال ورکړ، کله چې اسرائیلو د دوشنبې په ورځ ۵ مرستندویه بار وړونکو موټرو ته د غزې د ننوتلو اجازه ورکړه.

فلیچر وویل، هغه غواړي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د دغو ۱۴ زره ماشومانو ژوند وژغوري.

د بریتانوي خبري چینل سره په خبرو کې فلیچر وویل، د ۵ ټرکونو له لارې راوړل شوې مرستې د اړتیا په پرتله “په سمندر کې یو څاڅکی” دی.

نوموړي زیاته کړې،  مرستندویه توکي، چې پکې د ماشومانو لپاره خواړه شامل دي، د سرحد بل اړخ ته موجود دي، خو تر اوسه یې هیڅ ټولنې ته نه دي رسېدلي.

فلیچر هیله څرګنده کړه، چې دوی به د سې شنبې په ورځ ۱۰۰ ټرکونه غزې ته داخل کړي.

هغه وویل، موږ غواړو غزه د بشري مرستو سره ډکه کړو. مرستیال سکرتر جنرل د بریتانیې، فرانسې او کاناډا لخوا د غزې د بشري بحران سره د مقابلې لپاره د اسرائیلي طریقې د غندنې هرکلی کړی.

هغه وویل، دا سخت الفاظ وو، خو اصلي ازموینه دا ده چې ایا ملګري ملتونه غزې ته نورې مرستې رسولی شي که نه.