
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د جنوبي افریقا ولسمشر رامافوسا د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیده کاته کړي.
په دې لیدنه کې ټرمپ پر رامافوسا د سپین پوستو خلکو د نسل وژنې تور پورې کړ.
ټرمپ جنوبي افریقا کې د سپین پوستو پر وړاندې د تاوتریخوالي د شکایتونو یادونه وکړه او ورسره یې انځورونه شریک کړل.
خو د جنوبي افریقا ولسشمر رامافوسا وویل: دغه انځورونه د جنوبي افریقا څخه واقیعت نلري او زیاته یې کړه، د هیواد اساسي قانون د ټولو اقلیتونو د حقونو ساتنه کوي.
هغه زیاته کړه چې تاوتریخوالی یوازې پر سپین پوستو نه، بلکې پر ټولو طبقاتو ترسره کیږي او په جرمونو کې د وژل شویو کسانو اکثریت تور پوستي دي.
رامافوسا ټرمپ ته وویل چې هغه ورته الوتکه نه شي ورکولی، خو ټرمپ ورته وویل که دا وړاندیز وشي، هغه به یې ضرور ومني.
د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې قطر ټرمپ ته یوه الوتکه د ډالۍ په توګه ورکړه.