خبرونهنړۍ

مودي: پاکستان ته یو څاڅکی اوبه نه ورکوو

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د هند لومړی وزیر نریندار وايي، پاکستان به هغو سیندونو یو څاڅکی اوبه هم تر لاسه نکړي، چې دوی یې حقدار دی.

نوموړي چې نن د هندوستان په حیدر اباد کې یې یوې ولسي غونډې ته وینا کوله، وویل: چې پاکستان جګړه نده ګټلې، بلکې دوی به یې اصلي څېره ټولې نړۍ ته په ښه توګه روښانه کړي.

هغه د دغه وینا پر مهال وویل: د پاکستان پوځ او اقتصاد به د هر ترهګریز برید درنه بیه پرې کړي.

د هندوس اوبه چې د هند له درېوو سیندونو سرچینې اخلي، د پاکستان ۸۰سلنه کروندې له همدې اوبو خړوبېږي.