
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خوست ولایت د صبري ولسوالۍ کې د زمبر بند د تخنیکي مطالعاتو پروژه پرانیسته.
خبرپاڼه وایي، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر دا بند د اوبو مدیریت، موسمي سیلابونو کنټرول او د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په برخه کې مهم بللی دی.
د دې بند د جوړولو لګښت د نظر پوښتنو د مطالعاتو له مخې له ۵۹۱ میلیونو افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی.
د زمبر بند به د ۱.۰۸ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت سره ۴۰ زره هکتاره زراعتي ځمکه خړوبه کړي.