
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د قطر لپاره د طالبانو سفیر سهیل شاهین وایي، ایران او هند پخوا فکر کاوه چې دوی د «پاکستان تر نفوذ» لاندې دی؛ خو د هغه په وینا، اوس دا هېوادونو پوه شوي، چې دا تصور حقیقت نه لري.
ښاغلي شاهین د الجزیرې شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې چې کابل له اسلام اباد سره ښې اړیکې غواړي او دا اړیکې باید «دوه اړخیزه» وي، ځکه چې د «تور لګولو لوبه» د هیچا په ګټه نه ده.
هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې کابل باور لري چې د تعامل له لارې د مسایلو لپاره حل لارې موندل کېدای شي.
دغه لوړ پوړي طالب ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندل باید نور و نه ځنډول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په وینا په ۳۳ هېوادونو کې یې د افغانستان په سیاسي استازولۍ کې خپل کسان ګمارلي.
خو له دې ټولو، سره، سره دغه ډله تر اوسه کوم هېواد په رسمیت ندی پېژندلې.