
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستاني پولیسو د راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د جنورۍ څخه تر اپریل ۲۰۲۵ پورې ۱۱۶ ښځې وژل شوي دي.
راپور وايي، دا ښځې د کورني شخړو، اوږدې دښمنیو او نورو لانجو له امله وژل شوي دي.
د دغه را پور له مخې؛ د ښځو په وژنو کې د ککړو ۱۴۷ تورن کسان نیول شوي دي.
د راپور له مخې، په مردان کې تر ټولو زیاتې ۴۰ ښځې، په مالاکنډ کې ۲۹، په پېښور کې ۱۹، او په بنو کې ۱۳ ښځې وژل شوي، دغه راز په هزاره کې ۸ او په کوهاټ کې ۷ ښځې ووژل شوې.
د خیبر پښتونخوا آی جي ذوالفقار حمید ویلي، د ښځو د خوندیتوب لپاره یې د ځآنګړو اقداماتو په ترڅ کې تاڼو کې د ښځو د شکایتونو ثبتولو لپاره ځآنګړې څانګې فعاله کړي.