افغانستانخبرونه

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او یو بل ټپي دی

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال

لغمان کې د طالبانو مسوولین وايي، د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ کې نن سهار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړو یو بل ټپي شوی دی.

لغمان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار پنځه‌نیمې بجې د کابل – جلال‌اباد پر لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه کې د یوه ‌کرولا، سراچه او پاسو ډوله موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، پېښه کې د سراچې موټرچلوونکی مړ شوی او یو بل کس ټپي دی چې حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.