خبرونهنړۍ

په غزې د اسرائیلو هوایي برید کې د یوه خبریال ټوله کورنۍ وژل شوې

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د غزې په جبالیه کې اسرائیلو د یو خبریال کور باندې برید کړی، چې له امله یې یاد خبریال د هغه د کورنۍ د ټولو غړو سره یو ځای وژل شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ د یاد خبریال په وژل کېدو سره، د اسرائیلو لخوا په غزې تړانګې باندې د بریدونو په پایله کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۱ ته ورسېد.

به ورته وخت کې د فلسطین روغتیا وزارت وایي، په تېرو ورځو کې ۵۸ فلسطینیان د خوارځواکۍ او ۲۴۲ فلسطینیان د خوراکي توکو او درملو د کمښت له امله مړه شوي دي او د محاصرې په پایله کې په غزې تړانګې کې ۷۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ څخه کړېږي.

را پورونه وایي، د اسرائیلو پوځ په غزه کې ۱۰ روغتونونو او روغتیايي مرکزونه په بریدونو کې ویجاړ کړي.