افغانستانخبرونه

د کونړ ماڼوګۍ ولسوالۍ کې په ځنګل کې اور لګیدلی

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د کونړ ولایت ماڼوګۍ ولسوالۍ په کلایګل سیمه کې په ځنګل کې اور لګیدلی، چې د مړ کولو هڅې یې پیل شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست د طبیعي منابعو امر عبدالواسع احساس ویلي، دغه اور نن د ماڼوګۍ ولسوالۍ په کلایګل سیمه کې لګیدلی، چې د مهار کولو لپاره یې هڅې پیل شوي.

هغه زیاته کړه، د دغه اور د لګیدو لامل تر اوسه ندی روښانه شوی.

د تیرې پنجشبنې په ورځ هم د کونړ څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل درې سیمه کې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګیدلی و، چې له امله یې ۲۸ هکتاره ځنګل سوزیدلی دی.

د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان وایي، دغه اور د شپنو د پخلي له امله لګیدلی  و او دوه ورځې دوام وکړ، چې د سیمې د خلکو او ولسوالۍ د مسؤلینو په هڅو مهار شو.

وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې اور لګیدنې زیاتې شوي دي.