
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د تورخم بندر د نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له پاکستان څخه افغانستان ته د ۳۵ مټریک ټنه خوسا شوو او بې کېفیته کچالانو د واردېدو مخه نیولې.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کچالان د لوګر ـ پکتیا شرکت له لوري واردېدل، خو د قرنطین کارکوونکو لخوا د خرابوالي له امله تشخیص او بېرته پاکستان ته ورګرځول شول.
د ننګرهار کرنې ریاست له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې باکېفیته محصولات وارد کړي، څو هېوادوال له معیاري او روغتیایي توکو څخه ګټه پورته کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تر دې وړاندې هم څو ځله د کرنې ریاست کارکوونکو له پاکستانه واردېدونکي خوسا او بېکېفیته کرنیز محصولات نیولي او اړوند هېواد ته یې بېرته لېږلي دي.