
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په هرات کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی او خپل مور او پلار یې په چاقو سره وژلي دي.
سرچینو تایید کړې چې دا پېښه تېره شپه د هرات د ادرسکن ولسوالۍ په «ګله توت» کلي کې شوې ده.
د دې وژنو انګېزه لا تر اوسه څرګنده نه ده.
په هرات ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي څانګې هم دا خبر تایید کړی دی.
پرون د هرات په مرکز کې یوه ځوانه ښځه د خپل مېړه له خوا ووژل شوه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.