خبرونهنړۍ

اسرائیلو د غزې د کډوالو په ښوونځي برید کې ۵۲ فلسطینیان وژلي

کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائيلي پوځ لخوا د غزې د کډوالو په ښوونځي وحشيانه بمبارۍ کې ۵۲ فلسطينيان شهيدان شوي

د اسرائيلي پوځ لخوا د غزې شمالي برخې د کډوالو په یوه ښوونځي وحشيانه بمباري شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون له ۵۰ زيات فلسطينيان شهيدان شوي.
د غزې د ژغورنې چارواکو ويلي چې د پرون  راهیسې د اسرائيلي هوايي بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۲ کسان شهيدان شوي، چې په هغو کې ۳۳ هغه فلسطينيان هم شتون لري، چې په يوه ښوونځي کې يې پناه اخيستې وه.
د غزې د ملکي دفاع ادارې په وينا، په دې ښوونځي کې شهيد شوي کسان زياتره ماشومان وو.

له دې پرته، د غزې پر نورو سيمو هم د اسرائيلي پوځ لخوا بريدونه شوي دي.
بل لور ته، په قطر کې د فلسطيني مقاومتي ډلې حماس او د امريکا ځانګړي استازي ستيو ويټکوف د غزې د اوربند په يوه مسوده هوکړه کړې.
د عرب رسنيو په وينا، د وړانديز شوي تړون په ترڅ کې د ۱۰ اسرائيلي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ۶۰ ورځني اوربند او په دوو مرحلو کې د فلسطيني بنديانو خوشې کول شامل دي.
د تړون له مخې، ۵ بندیان به د اوربند په لومړۍ ورځ او ۵ نور به د اوربند په ۶۰مه ورځ خوشې شي، په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر ټرمپ به د اوربند تړون او د غزې له سيمې د اسرائيلي پوځ د وتلو ضمانت ورکوي.
خو بل لور ته، يوې بهرنۍ خبري اژانس ويلي چې اسرائيل نوي اوربند وړانديزونه رد کړي دي.
د یادونې وړده، چې اسرائيلو د مارچ په ۱۸مه د غزې د اوربند څخه سرغړونه کړې او په غزه يې بيا بمباري پيل کړې ده.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې د اسرائيلي تيري په ترڅ کې تر اوسه له ۵۴ زرو زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي.