
کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
سعودي عربستان ویلي، چې د سږ کال د فبرورۍ میاشت کې حج ته د ماشومانو د تګ د بندیز په اړه شوې پرېکړه اوس هم دوام لري.
د یاد هېواد د حج او عمرې وزارت ويلي چې دا پرېکړه یې د حج پر مهال د ګڼې ګوڼې د زياتېدو او د ماشومانو د خونديتوب په موخه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د حج مراسمو ته د غیر قانوني ورتګ په اړه هم د سعودي حکومت سخت اقدامات پیل کړي.
د را پورنو له مخې؛ سعودي عربستان د ډرون له لارې هغه کسان په نښه او نیسي، چې په غیر قانوني ډول حج مراسمو کې ونډه اخلي.