خبرونهنړۍ

ټرمپ د امریکا پخواني ولسمشر بایډن حکومت ته د کثافاتو خطاب وکړ

کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د میموریل ورځې د پیغام په ترڅ کې ویلي، دا ورځ دې هغه کثافاتو ته هم مبارک وي، چې تېر څلور کاله يې زموږ د ملت د تباه کولو په هڅو کې تېر کړل.

نوموړي پخپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي: هغو کسان چې افراطي کيڼ اړخه ذهنيت لري، ۲۱ میلیونه کسانو ته يې اجازه ورکړه چې په غيرقانوني توګه امریکا ته داخل شي.

هغه وایي، په دې کې ډېری مجرمین او رواني ناروغان هم شامل دي، او دا ټول د خلاصې سرحدي پاليسۍ له امله ممکن شول چې يوازې يو ناکاره ولسمشر يې منلی شي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ زياته کړه چې دا ټول د هغو قاضيانو له لارې وشول چې غواړي قاتلان، نشه يي توکو پلورونکي، زنا کاران، د ډلې غړي او د نړۍ د زندانونو څخه خوشې شوي بنديان امریکا ته راولي او بيا يې جرمونه کولو ته پرېږدي.
ټرمپ په خپل پيغام کې دا هم وليکل چې هيله ده د دې هېواد ستره محکمه او نور ښه او خواخوږي قاضيان موږ د دې وحشي فيصلو څخه وژغوري.
ټرمپ وويل، تېرو څلورو مياشتو کې موږ ډېره پرمختګ کړې او امريکا به ډېر ژر بيا خوندي او ستره شي.