
کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا په فیلادلیا او کارولینا ښارونو کې په تیرو دوه ورځو کې د ډزو پېښو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ د امريکا فیلادلفیا ښار کې د ډزو په یوې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي، چې د دې ډزو د ټپیانو د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
پولیسو ویلي، تر اوسه یې د دې پېښې عامل نه دی نیولی، خو د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په سویلي کارولینا کې هم د ډزو یوې بلې پېښه کې یوولس کسان ټپیان شوي وو.