
کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین د حماس ډلې په دغه هېواد کې څلور تنه غزې ته د لېږدېدونکې بشري مرستو د امنیتي کسانو د وژنې او د دغه مرستو د غلا او لوټلو په جرم اعدام کړي.
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه کسان په هغه پېښه کې ښکېل وو چې د اسراییلو له لوري شپږ امنیتي چارواکي په کې وژل شوي وو.
سرچینې رویټرز ته ویلي: «څلور مجرمین چې اعدام شوي، د لوټمارۍ او د هغو کسانو په وژنه کې یې، لاس درلود چې له مرستو بار لاریو امنیت یې، پر غاړه درلود.»
د فلسطین مقاومت ډلې په یوه بیان کې همداراز ویلي چې اووه نور کسان تر څار لاندې دي.