خبرونهنړۍ

حماس: امریکا د اسرائیلو د وینو تویولو جنایتونو مستقیم مسؤله ده

کابل ټيلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په فلسطین کې د حماس غورځنګ وایي، د امریکا متحده ایالاتونه د اسرائیلو د جنایتونو مستقیم مسؤله ده.

دوی زیاته کړه، دغه هېواد په غزه کې د جګړې پای ته رسول نه غواړي، په رفح کې د لسګونو وږو کډوالو وژنه د اشغالګرو د فاشیستي ماهیت یوه تاییدي نښه ده او ټول باید د دې رژیم پر ضد راپورته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په رفح کې د مرستو د وېش په یوه مرکز کې د اسرائیلو لخوا په لسګونو وږې فلسطیني وګړي قتل عام شول.