خبرونهنړۍ

په غزه کې دوه اسرائیلي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې له حماس سره په نښته کې یو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

دغه پوځ ویلي، چې وژل شوی سرتیری الون فارکاس نومیږي او د اسرائیلو شمال د کبري کبوتز سیمې اوسیدونکی و.

۲۷کلن فارکاس ریزرف سرتېری او د ۶۶۴۶ کشفي کنډک غړی و چې د غزې شمال کې له حماس سره نښته کې وژل شوی دی.

د اسراییلو پوځ همداراز ویلي چې د همدې قطعې یو بل ریزرف عسکر په نښتو کې سخت ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

دا په نږدې دوو ورځو کې څلورم اسراییلی سرتېری دی چې غزه کې له حماس سره په نښته کې وژل کېږي.

اسراییلو په دې وروستیو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې عملیات پراخ کړي او له حماس ډلې سره سختې نښتې روانې دي.