
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې د خان یونس په سیمه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په برید کې ۴ اسرائیلي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د اسرائیلي رسنیو د را پور له مخې؛ اسرائیلي سرتېري د چاودېدونکو موادو او سورنګونو د موندلو لپاره یوې ودانۍ ته ننوتي وو، چې د مقاومت کوونکو له لورې پرې ځای پر ځای شوي چاودیدونکې توکې وچاودیدل. د را پورونو له مخې؛ د دغه چاودنې له امله د یادې ودانۍ د نړیدو پېښه کې ۴ اسرائیلي سرتیرې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
بلخوا، د امریکا په ملاتړ یوې ادارې پرېکړه کړې چې په غزې تړانګه کې ټول امدادي مرکزونه د یوې ورځې لپاره له فعالیت څخه بند کړي.
د فلسطیني چارواکو په وینا، تر اوسه د دې ادارې په امدادي مرکزونو باندې د اسرائیلو بریدونو له امله د مرستو په تمه ۱۱۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.