خبرونهنړۍ

د یمن د القاعدې څانګې مشر دونالد ټرمپ او ایلان ماسک ګواښلي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د یمن د القاعدې څانګې مشر سعد بن عاطف العولقي، په یوه ویډیويي پیغام کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او امریکايي میلیاردر ایلان ماسک د غزې په جګړه کې د اسرائیل د ملاتړ په تور ګواښلي دي.
دا د العولقي لومړنی ویډیويي پیغام دی چې د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې راهیسې یې د یمن د القاعدې مشري په غاړه اخیستې ده.
دا ۳۰ دقیقې ویډیو، چې پرون د القاعدې د پلویانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د مصر، اردن او د خلیج د عربي هېوادونو د مشرانو پر ضد د انفرادي بریدونو غوښتنې لري.

العولقي په دې پیغام کې ویلي: «په غزه کې زموږ پر خلکو د تېر شوي او روانو پېښو وروسته، نور هیڅ سره کرښه نشته. مقابله به مقابله مشروع ده.»
په دې ویډیو کې د ټرمپ مرستیال جي ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پیت هګست انځورونه هم لیدل کېږي.
همدارنګه، د ایلان ماسک د شرکتونو لوګو، لکه تسلا، په دې ویډیو کې شامل دي.
د وروستیو کلونو د داخلي اختلافاتو او د امریکا د بریدونو له امله د یمن د القاعدې څانګې کمزورې شوې، خو دا ډله لا هم د القاعدې یوه له خطرناکو څانګو څخه شمېرل کېږي.
دا ډله د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته هم په یمن کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دې ډلې د غړو او پلویانو شمېر له درېیو تر څلورو زرو پورې اټکل کړی دی.
واشنګټن د العولقي د نیولو لپاره شپږ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې، ځکه چې نوموړي په ښکاره د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد د بریدونو غوښتنه کړې ده.
هغه د خالد سعید البطرفي له مړینې وروسته د یمن د القاعدې مشري په غاړه اخیستې ده.