
کابل ټیلیګراف – ۱۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د جوزجان سیمهییز چارواکي وايي، د جوزجان- شبرغان په لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، دا پېښه تېره ورځ د فیضاباد ولسوالۍ د «کوکلداش» کلي کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې دوه تېزرفتاره موټرونه له یوه موټرسایکل سره ټکر شول.
هغه زیاته کړې، د دې پېښې ټپي کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی.