خبرونهلوبېنړۍ

جنوبي افریقا د ټیسټ لوبو اتلولي وګټله

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ لوبو اتلولۍ پای لوبه کې جنوبي افریقا اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره ۲۷ کاله وروسته د دغه لوبو اتلولي وګټله.

دغه پای لوبه چې په لارډز لوبغالي کې ترسره شوه، جنوبي افریقا اسټرالیا ته په کې په پنخه ویکټو ماتې ورکړه.

اتلۍ لوبډلې د ۵ ویکټو په زیان سره ټاکل شوی ۲۸۲ منډې هدف پوره کړ.

ایډن مارکرم  په دویمه پاڼۍ کې دفاعي سلیزې په وهلو سره جنوبي افریقا د اتلولۍ څخه برخمنه کړه.

د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې جنوبي افریقا په ۱۹۹۸ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا د یوه ورځنیو لوبو چیمپینز ترافي ګټلې وه.