
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر چې په کینیا کې بندي دی، ورته نږدې سرچینې وایي، چې هغه ته د یاد هېواد محکمې د استیناف غوښتنې په موخه یوه میاشت وخت ورکړی.
دغه سرچینې زیاته کړې، په یوه میاشت موده کې به ظاهر قدیر د کینیا محکمې ته د خپل ځان د سپیناوي په موخه مستند اسناد وړاندې کړي.
تر دې وړاندې یادې محکمې پرېکړه کړې وه، چې ظاهر قدیر به د امریکا د غوښتنې له مخې؛ یاد هېواد ته وسپاري، خو د هغه وکیل ویلي و، چې دوی له محکمې د وخت اخیستو غوښتنه کوي.
ظاهر قدیر له قطر نه کینیا ته د سفر پرمهال د اپریل پر۱۴مه په نایروبي کې له سفاري پارک هوټل څخه ونیول شو.
د متحده ایالاتو د نیویارک د سویلي ولسوالۍ فدرالي محکمې د مارچ پر ۲۵مه نېټه د قدیر د نیولو حکم صادر کړی و.
هغه د مخدره موادو د قاچاق، د درنو وسلو ساتلو د توطیې په تور تورن دی.