
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنیري وایي، د روان زېږیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ایران څخه ۶۳۲ زره افغانان راستانه شوي دي.
دغه سازمان کمېشنري زیاتوي، یوازې د روان کال په مې میاشت کې څه باندې ۱۵ زره کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته ستنې شوي دي.
په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ چټکه شوې ده.
په یادو دواړو هېوادونو کې افغانانو ته وخت ورکړل شوی و، چې له دغه هېوادونو څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.