
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتو وړاندوینه کړې ده.
دغه ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سبا د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، ننګرهار، کابل، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، غزني او میدان وردګو ولایت کې د ورښت او په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شته.
د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.