افغانستانخبرونه

کونړ کې څلور ماشومان د زهرجنو چپسو او هندوانو د خوړولو له امله مړه شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د کونړ سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې څلور ماشومان پر زهري مواد ککړ چپس او هندوانو د خوړولو له امله مړه شوي دي.

یاده پېښه تېره ورځ د څوکۍ ولسوالۍ په بابړو سیمه کې شوې ده.

د کونړ د ولایتي روغتون مشر ډاکټر مولا داد بیا وایي چې نن څلور ماشومان په ناوړه روغتیایي حالت کې، دغه روغتون ته ور وړل شوي، چې دوه ماشومان یې مړه شوي دي.

د هغه په خبره؛ درېیم ماشوم د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ساه ورکړې او یو بل د ننګرهار په حوزوي روغتون کې بستر دی چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.