
کابل ټيلیګراف – ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د منځني ختیځ د وروستي کړکېچ په تړاو ټلیفوني خبرې کړي.
ټاس خبري اژانس د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف له قوله ویلي، چې مسکو د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې په لټه کې و او چمتو دی، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ هم منځګړیتوب وکړي.
د روسيې ولسمشر دغه راز د روان زېږدېز کال د جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه له اوکراین سره د خبرو بیا پیل ته هم چمتووالی ښودلی.
ورته مهال ډونالډ ټرامپ د منځني ختیځ وضعیت ډیر زیات اندېښمنوونکی بللی.
د یادونې وړ ده، چې واک ته د ټرامپ له رسېدو وروسته دا د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ پینځمه ټلیفوني اړیکه ده.