افغانستانخبرونهکابل ټیلیګراف
طالبانو کابل کې شپږ کسان په دُرو ووهل

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې یې شپږ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د نشهيي تابلیتو ذیکپ، تابلیتk، شیشې او هيروئينو د خرڅلاو په جرمونو؛ تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر نهو میاشتو پر تنفيذي بند او ۱۰ـ ۱۰ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.