افغانستانخبرونه

افغان سندرغاړې ځلاله هاشمي په کابل کې نادرکه شوې

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغان سندرغاړې ځلاله هاشمي کورنۍ وايي چې نوموړې له تېرو شاوخوا پنځلس ورځو راهېسې په کابل کې نادرکه شوې ده.

د ځلاله هاشمي خاوند سيد محسن هاشمي رسنيو ته ويلي چې ځلاله شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې له ملګرو سره له کوره وتلې او تر اوسه یې هېڅ درک معلوم نه دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا موضوع یې د طالبانو له ځایي مسوولینو سره هم شریکه کړې خو تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

ځلاله هاشمي چې د طلوع په نوم د يو تلویزیون د سندرغاړو هڅونې او روزنې يو پروګرام کې له ګډون وروسته مشهوره شوه، بېلابېلې سندرې يې ويلي دي.