
کابل ټيلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاءالله عمري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې افغانستان له روسیې سره د ځینو خوراکي توکو پر وارداتو خبرې کوي.
نوموړي د سنټپټرزبرګ اقتصادي غونډې په څنډه کې دغه راز ویلي، چې افغانستان لا هم پر ځینو ایراني خوراکي توکو متکي دي او که کومه ستونزه پیدا شي، نو دغه واردات به له روسیې پیل کړي.
ایران افغانستان ته لبنیات او ځینې نور خوراکي توکي صادروي خو اوس د ایران – اسراییل روانې جګړې د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې هم اندېښنې رامنځته کړې دي.
افغانستان بیا له روسیې او قزاقستانه په لویه کچه اوړه او غنم را واردوي. د کرنې وزارت سرپرست بیا له روسیې غوښتي چې افغانستان ته د اوړو پر ځای غنم صادر کړي.